شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تېلو په بیو کې د امریکا له استثمار او ګټې اخستنې څخه، یوازې خلافت کولی شي امت وژغوري
بسم الله الرحمن الرحيم
د تېلو په بیو کې د امریکا له استثمار او ګټې اخستنې څخه، یوازې خلافت کولی شي امت وژغوري

خبر:

په دې وروستیو کې رسنۍ پرېمانه راپورونه او خبرونه خپروي، چې د تېلو بیې به ډېر ژر یو بېرل سل ډالرو ته پورته شي او یا ښایي تر دې هم لوړې شي (oilprice.com). ټرمپ په ډېره تنده لهجه له سعودي عرب څخه غوښتي، چې تولید زیات کړي ترڅو د خامو تېلو د لوړو بیو انډول پرې وساتي.

تبصره:                             

تېل په نړیوال بازار کې د نورو سوداګریزو توکو په څېر نه دي. د تېلو بیې په زیاته کچه د عرضې او تقاضا بدلون ته په کتو سره حساسې او بې ثباته دي. له ایران سره له شوي اټومي تړون څخه د امریکا وتل او د ایران پر تېلو د امریکا له لورې بندیزونه لګېدل ــ له نوامبر څخه پلي کېږي ــ یو لړ اندېښنې را ولاړې کړي دي، چې تېلو ته اوسنۍ تقاضا به په نږدې راتلونکې کې پوره نه شي. اوس مهال ایران د ورځې دوه میلیونه بېرله خام تېل چین، هند، ترکیې او نورو هیوادونو ته صادروي. د امریکا بندیزونه به مارکیټ ته د دې دوو میلیونو بېرلو تېلو صادرات کم او یا په ټپه ودروي، ځکه نو اندېښنې زیاتې شوي چې تقاضا به تر عرضې ډېره لوړه شي (oilprice.com). په دې اړه هم شکونه شته چې سعودي عربستان او د اوپک(OPEC) نور غړي لکه عربي متحده امارات او کویټ به هم ونه شي کولی دا کسر پوره کړي. د ایران پر وړاندې بندیزونه او د کسر په له منځه وړلو کې د اوپک غړیو هیوادونو پاتې راتلل، دوه هغه لاملونه دي چې د تېلو د بیو د لوړېدلو لامل کېدای شي.

د دې لپاره چې په نومبر کې د منځ مهاله ټاکنو پر مهال پر امریکایي لګښت کوونکو د تېلو د لوړو بیو اغېز را کم شي، ټرمپ پر سعودي عربستان او د اوپک پر نورو غړیو هیوادونو فشار زیاتوي، ترڅو د تېلو تولید زیات کړي. په ورته وخت کې د ټرمپ اداره پر چین، هند او ترکیې زور اچوي ترڅو یې له ایران سره اړیکې ترینګلي شي او د خامو تېلو لپاره د نورو ځایونو په لټه کې شي. پر همدې بنسټ د امریکا پالیسي دا ده چې د خامو تېلو پر بیو د اغېز شیندلو له امله د ایران مخه ونیسي. پر دې سربېره، امریکا په کور دننه کې د تېلو د چټکې ودې په اړه پټه خوله ده او د تېلو د لوړو بیو له امله یې ستره ګټه کړې.

په ټوله کې، امریکا د مسلمانانو د تېلو زېرمې استثمار کړي دي، ترڅو د ایران مخه پرې ونیسي، د ایران او سعودي تر منځ درز او د نظرونو بېلوالۍ رامنځته کوي، د تېلو بیې لوړوي، خپل د تېلو کورني صنعت ته وده ورکوي او امریکایي رایه ورکوونکو ته د سعودي د تېلو پر مټ هوساینه راولي. امریکا کولی شي چې دا ټولې چارې تر سره کړي، ځکه د اسلامي نړۍ حکام د امریکا تر واکمنۍ لاندې دي. اوس فکر وکړئ چې ریښتنی راشده خلافت به د تېلو پر مټ په سیاسي ډګر کې څه ترلاسه کړي ؟ لمړی، خلافت  به له تېلو څخه په لاس راغلي عایدات د داخلي زېربنا په جوړولو ولګوي، په چټکۍ سره به د اقتصاد ټولې برخې صنعتي کړي او د دولت وګړي به ډاډمن کړي، چې له دوی څخه به بشپړه پالنه کېږي. دویم، خلافت به حربي ملتونو لکه امریکا، هند، ځیني اروپایي هیوادونو او یهودي بنسټ ته د تېلو ټول صادرات ودروي. درېیم، خلافت ښایي په ټاکلې برخه کې ځینې امریکایي ایالتونو ته تېل په دې شرط ورکړي، چې له امریکایي اتحادیې څخه بېلوالۍ غوره کړي. د بېلګې په توګه خلافت ښايي یوازې جرمني ته تېل ورکړي او په دې سره به یې موخه د اروپایي اتحادیې تر منځ درز رامنځته کول وي. څلورم، هر هغه هیواد چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی کوي، سمدستي به د تېلو له بندیز سره مخ کېږي، تر هغې چې پښېماني غوره کړي او بیاځلې خپلو کړو وړو ته بدلون ورکړي.

يا په بله اصطلاح، که د اسلامي امت د تېلو څارنه د خلافت له لورې کېدای، نو ډېر څه به د اسلام د ویاړ په موخه ترسره شوي وای. څه به پېښ شي که خلافت خپله څارنه تر هغو نورو سرچینو پورې وغځوي، چې زیاتې ارزښتمندې دي؛ خلافت به یې په راس کې وي او دغو سرچینو ته به نړۍ، په بې سارې توګه اړتیا ولري.

دا ټول هغه څه نه دي چې امت یې نه شي تر لاسه کولای او نه هم دا کومه افسانوي پاچاهي ده. دا هر څه ممکن او عملي دي؛ په هر حال امت حتمی باید د راشده خلافت د بیا ځلې تاسیس کولو موضوع په خپل لاس کې واخلي او نور هر څه بېرته پر خپل ځای پاتې شي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

[الانفال:۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړنکو! د الله سبحانه تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله پېغمبر  صلی الله علیه وسلم تاسې ته د هغه شي په لورې بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونکی دی. پوه شئ چې الله سبحانه تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د هغه لوري ته به تاسې ور غونډ کړای شی.

حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: عبدالمجید بهاټي

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې